کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیل اندابی په ۳ کاله تنفیذي بنده محکوم شوی دی

2 عقرب 1396 ساعت 19:31

د میدان وردک ولایت د محکمی ریس وایی، د دغه ولایت د امنیې پخوانی قوماندان خلیل اندارابی او ۴ نور چارواکي په ۳ درې کاله تنفیذي بند محکوم شوی دی.



د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی،  د اداري فساد له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز ابتدائیه محکمې ریس سرګندوی، چی خلیل اندرابي او د امنیه قوماندانۍ ۴ نور چارواکي کولای شي چې د یاد فیصلي په وړاندې د استېناف غوښتتنه وکړي.
په خپله اندرابي چې پرون په علني محکمه کې نه ‌و او ۵ نور چارواکي د ۲۴ ميلیونه افغانیو په اختلاص او له دندې په ناوړه استفادې تورن شوي وو.
د محکمې رئیس شیر اقا منیب ویلی دی، یاد محکمې یوه تورن کس ته برائت ورکړ.


د مطلب کود: 151976

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151976/خلیل-اندابی-په-۳-کاله-تنفیذي-بنده-محکوم-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com