کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملا هبت الله خپلو افرادو ته امر کړی، چې نور له داعش سره جګړه ونه کړي- جنرال رازق

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 15 میزان 1396 ساعت 16:15


د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق په ډاګه کړې، چې د طالبانو مشر ملا هبت الله په سویل ختیځ زون کې خپلو افرادو ته امر کړی، چې نور له داعش سره جګړه ونه کړي.

هغه زیاتوي، ملا هبت الله لس ورځي وړاندې د هلمند ولايت موسی کلا ولسوالۍ ته راغلی و او هلته يې له يو شمېر قومندانانو سره کتلي دي.

نوموړي دا هم ویلي؛ د طالبانو مشر لارښوونه کړې، چې د داعش او طالبانو موخې ګډې دي، نو له دې امله باید ورسره جګړه ونه شي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 151029

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/151029/ملا-هبت-الله-خپلو-افرادو-ته-امر-کړی-چې-نور-له-داعش-سره-جګړه-ونه-کړي-جنرال-رازق

آوا
  https://www.avapress.com