کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د داعش یوه مهم غړي قاري زاهد په ننګرهار کې ووژل شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 میزان 1396 ساعت 11:28


داعش وسله والو یوه مهم غړي د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې وژل شوي.

د داعشیانو دغه مهم غړي چې قاري زاهد نومېده تیره ورځ په ختیځ ننګرهار ولایت کې وژل شوی.

د ننګرهار امنیه قومانداني په یوه بیان کې لیکليو چې د ننګرهارولایت اچین ولسوالی په مربوطاتو کې دوه داعش وسله ووژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې تیره ورځ د اچین ولسوالی اړوند په باغ درې په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې هوایي برید ترسره کړې چې په ترڅ کې د قاري زاهد په ګډون دوه تنه داعش وسله وال وژل شوي .

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې سیمه ییز حکومتي چارواکي تیره ورځ وویل، چې څلور کسان د دوه پاکستانیانو په ګډون د دولت ضد وسله والو ډلو ته د وسلو د لیږد په تور نیول شوي دي.

د چارواکو په وینا، د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ مربوطاتو کې پوليسو په يو سوزکي موټر کې له څلورو تنو سره د راکټ انداز اته فيره مرمۍ، چې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای شوې ونيول شوې.

چارواکي زیاتوي، چې د معلوماتو له مخې نيول شويو کسانو کې دوه د خيبر پښتونخوا او دوه د مومندرې ولسوالۍ اوسيدونکي دي او نيول شويو کسانو اعتراف کړی، چې دغه مرمۍ يې د تخريبي کړنو په موخه وسله والو مخالفينو ته ليږدولې.


د مطلب کود: 150771

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/150771/د-داعش-یوه-مهم-غړي-قاري-زاهد-په-ننګرهار-کې-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com