انتحاری برید کی چی نن ۱:۴۰ بجو په شاوخوا ماسپښین د کابل د جمعی لمونځ کونۍ ځای ته نږدی په قلعه فتح الله کی رامنځته سوه، لږ ترلږه ۵ تنه ملکی کسان شهید او ۲۰ تنه ټپیان سوی دی.
په کابل کی د قلعه فتح الله په ښار کی چاودنه
7 میزان 1396 ساعت 20:07
انتحاری برید کی چی نن ۱:۴۰ بجو په شاوخوا ماسپښین د کابل د جمعی لمونځ کونۍ ځای ته نږدی په قلعه فتح الله کی رامنځته سوه، لږ ترلږه ۵ تنه ملکی کسان شهید او ۲۰ تنه ټپیان سوی دی.
د آوا په ګزارش سره، نجیب دانش، د داخلی وزارت ویاند دفتر سرپرست وویل چی په دی برید کی ۵ تنه شهید او ۲۰ تنه نور ټپیانو سوی دی.
بصیر مجاهد؛ د کابل پولیسو قوماندی ویاند ددی پیښی په تایید سره وویل چی د لمړنیو معلوماتو په اساس یو تن ځان ته چاودنه ورکړی دی.
دا چاودنه د قلعه فتح الله حسینیی ته نږدی چی جمعی لمونځ پکښی ترسره کیږی، رامنځته سوی دی.
د عینی شاهدیانو په وینا یو کس څو دانی پسه قلعه فتح الله حسینیی ته لیږدوله، د سیمه ایز اوسیدونکو او امنیتی ځواکونو پیژندلو وروسته ځانته چاودنه ورکړی دی.
دا چاودنه هغه وخت رامنځته سوه چی لمونځ کوونکی غوښتل د مسجد څخه ووځی.
دا چاودنه د قلعه فتح الله اوم سړک څلور لاری کی رامنځته سوی دی.
د مطلب کود: 150645