د امریکا دفاع وزارت د افغانستان ملي څواکونو ته د پېنځه څلوېښت اعشاریه نهه میلیون دالرو پر ارزښت ۶۵۷۶ هاموی موترو تړون اعلام کړی دی.
دغه تړون د امریکا دفاع وزارت نوی اعلام کړی دی، چې د جوړولو کار یې په ۲۰۱۸ کې پشپړیږي.
هاموی موترد سرتېرو او وسلو د لیږد لپاره جوړ شوي، چې د تاک ضد درندو او سپکو وسلو د نښلولو وړتیا هم لري.