تېره ورځ وروسته له هغې د تورخم دروازه د پاکستاني لوري له خوا وتړل شوه، چې په تورخم کې دوه غبرګې چاودنې وشوې.
د پاکستان له لوری د تورخم دروازی تړل کیدل
27 سنبله 1396 ساعت 16:57
تېره ورځ وروسته له هغې د تورخم دروازه د پاکستاني لوري له خوا وتړل شوه، چې په تورخم کې دوه غبرګې چاودنې وشوې.
د تېرې ورځې په چاودنو کې د پاکستان د مليشه ځواک د نهه سرتيرو سربيره اوو افغانان هم ټپيان شول.
له پرون ورځې راهيسې پاکستاني چارواکو ياده دروازه د هرقسم تګ راتګ لپاره تړلې وه.
نن له غرمې مخکې په تورخم کې د دواړو هېوادونو سرحدي چارواکو د يادو چاودنو او د تورخم دروازې د پرانيستلو په اړه خبرې اترې وکړې، چې په پايله کې يې ياده دروزاه نن له غرمې وروسته پرانيستل شوه.
په تورخم کې د چاودنو مسئوليت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی.
د مطلب کود: 150026