کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په قندهار کی د خارجی ځواکونو پرکاروان باندی برید

24 سنبله 1396 ساعت 18:39

په قندهار ولایت کی د خارجی ځواکونو یو کاروان د طالبانو تر برید لاندی راغلی دی.


 

د آوا په ګزارش، د طالبانو ځواکونه په قندهار کی د خارجی ځواکونو یو کاروان باندی برید کړی دی.

فضل الباری بریالی؛ د قندهار ولایت مطبوعاتی دفتر مسئول وایی: دا انتحاری برید، نن جمعی ورځ د ۱:۰۰ بجو په شاوخوا د یو تونس ډوله موټر په واسطه ترسره سوی دی.

ښاغلی بریالی زیاته کړه: خارجی ځواکونه په یو سیمه کی ګزمه کوله چی پرهغوی باندی برید ترسره سو. یو موټر یی خراب سو؛ خو د تلفاتو دقیق آمارو څخه اطلاع نه لرو.

د رومانی دفاع وزارت دا خبره تایید کړی او ویلی دی چی په دی برید کی ۳ تنه سرتیری ټپیان سوی دی.

په اوس حال کی د ۵۸۸ رومانیایی سرتیرو په شاوخوا د ناتو تر ماموریت لاندی په افغانستان کی حضور لری.

طالبان ددی برید مسئولیت په غاړه واخیست اوویل: یو شخص د محمود قندهاری په نامه دا برید ترسره کړی دی.

طالبانو ادعا کړی دی چی اوه تنه خارجی ځواکونه په دی برید کی وژل سوی دی.

 


د مطلب کود: 149868

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/149868/په-قندهار-کی-د-خارجی-ځواکونو-پرکاروان-باندی-برید

آوا
  https://www.avapress.net