کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

عبدالله: وسله والو طالبانو باید د سولې سره يوځای شې

19 سنبله 1396 ساعت 18:50

د افغانستان ‎د ملي اتل احمد شاه مسعود د ترور ۱۶ مه کلیزې او د شهید اوونۍ پرون په کابل کې ولمانځل شوه.



د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، دغه مراسمو په همدې مناسبت د لویې جرګې په تالار کې جوړشوي ووه.
په یاد مراسمو کي، د اجرئیه رییس، د اجرائیه رییس مرستیال محقق، د سولې د عالي شورا رییس کریم خلیلي، عبدرب الرسول سیاف په ګډون د اوسني او پخواني حکومت مشران او جهادي مشرانو ګډون کړی وه .
داکترعبدالله عبدالله په یاد مناسبت د مقاومت څلي په وړاندې د ګلانو ګېډۍ کېښودې.
هغوی  له وسله والو څخه وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.
له بلخوا، د افغانستان ولسمشر دغو مراسمو ته د پیغام په استولو سره د شهیدانو یادون او د شهید اوونۍ لمانځل یې د شهیدانو د هیلو د تړون غځول وبلل.


د مطلب کود: 149606

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/149606/عبدالله-وسله-والو-طالبانو-باید-د-سولې-سره-يوځای-شې

آوا
  https://www.avapress.net