هغه وویل: د عملیات په ترڅ کی ۳۰ تنه طالبان وژل سوی او ۴۰ تنه نور ټپیان سوی دی.
همدارنګه ۱۲ تنه نور طالبان نیول سوی دی.
مسرور زیاته کړه چی د البرز ۱۲ عملیات په ترڅ کی ۶ تنه سرتیری شهیدان او د ۱۷ په شاوخوا سرتیری ټپیان سوی دی.
په همدی حال کی نصرت الله جمشیدی د شاهین ۲۰۹ قل اردو مطبوعاتی ویاند معاون وویل: د چمتال په ولسوالی کی د البرز ۱۲ عملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسید.
هغه په ادامه کی وویل: ددی لپاره چی بیا دشمن پر تصفیه سوی سیمه باندی برید ونه کړی نو امنیتی پوستی رامنځته کوو.
ښاغلی جمشیدی د خلګو همکاری په تایید سره وویل چی د چمتال ولسوالی اوسیدونکو څخه غواړو چی که د طالبانو کوم فزیکی شتون هم ووینی؛ امنیتی ځواکونو ته خبر ورکړی ترڅو لازم اقدامات ترسره سی.
د بلخ والی ویاند منیر فرهاد هم د البرز ۱۲ عملیات بریالیتوب تایید کړ خو د امنیتی ځواکونو ټپیانو شمیر ۲۶ تنه وښوده.
منیر فرهاد همدارنګه ددی ولسوالی بی ځایه سویو په اړه و آوا خبرګزاری ته وویل: تراوسه د بی ځایه سویو دقیق آمار نسته خو ویلای سو چی د اخیرو ناامنیو په ترڅ کی د بلخ په ولسوالیو کی په سلګونو کورنۍ بی ځایه سوی دی.