د سرپل سیمه ایز چارواکی وایی چی طالبان د دری لوری د صیاد ولسوالی میرزا ولنګ باندی برید کړی چی خلګو غورځنګونو او امنیتی ځواکونو مقاومت سره مخ سو او اوس هم نښته روان دی.
د صیاد پر ولسوالی باندی د طالبانو تهاجمی برید؛ سیمه ایز چارواکی د هوایی مرستو او دشمن ټکولو په صبر دی
13 اسد 1396 ساعت 22:04
د سرپل سیمه ایز چارواکی وایی چی طالبان د دری لوری د صیاد ولسوالی میرزا ولنګ باندی برید کړی چی خلګو غورځنګونو او امنیتی ځواکونو مقاومت سره مخ سو او اوس هم نښته روان دی.
د آوا په ګزارش سره، د سرپل والی ویاند وایی: د دشمن تهاجمی برید د میرزا ولنګ پر سیمه باندی د امنیتی ځواکونو او خلګو غورځنګ سخت مقاومت سره مخ سو چی د نښتی په جریان کی ۹ تنه طالب وژل سوی او ټپی سوی دی.
ذبیح الله امانی د سرپل والی ویاند وایی: تیره ورځ طالب شورشیان د درو لورو څخه، خپل تهاجمی برید د میرزا ولنګ پرسیمی باندی شروع کړل چی د امنیتی ځواکونو او خلګو سخت مقاومت او غبرګون سره مخ سو.
هغه وویل چی دا نښتی ادامه لری او پنځه طالب وژل سوی او ۴ تنه نور ټپیان سوی دی.
په دی نښته کی یو سیمه ایز پولیس هم شهید سوی دی.
د سرپل والی ویاند اظهار سره چی هوایی مرستو ته اړتیا سته هغه وویل: د امنیتی ځواکونو هراس افګنانو ترمنځ همدا اوس نښته روان دی او مرسته کوونکی ځواکونه هم ساحی ته رسیدلی دی.
هغه په ادامه کی وویل: موږ هیله مند یو چی هرڅه ژیر د هیواد امنیتی ځواکونو الوتکی راسی او د هراس افګنانو په ټکولو باندی بریالی سو.
د مطلب کود: 147655