کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردګو لایت کې تروریستان وځپل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 اسد 1396 ساعت 10:57


بهرنیو مزدورانو اوطالب شوکمارانو په تیرو دوه ورځوکې هڅې کولې چې د کابل –غزنې په لویه لار اړدوړ جوړ او د ملکې وګړو پر مخ دغه لاره وتړې ، خو دافغان ملي دفاعی او امنېتي ځواکونو د غوڅ غبر ګون سره مخامخ او د دوی دغه هڅي ناکامې شوی .

هغه تعرضې عملیات چې د اورپکو او داړه مارانو د ځالو په وړاندي د میدا ن وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ د خواجه بازار او عزیز قلعه په سېمو کي تر سره شول ، د تروریستانو ۳۰ تنه وژل شوي ، ۵۷ تنه يې ټپیان، او ۲ تنه یې د ۲میله کلاشېنکوفونو یو عراده موټر او ۸ عرادو موټرسایکلو او نورو جنګی تجهیزاتو سره نیول شوي دي.

په وژل شويو ترهګرو کي د۹ تنو بهرنیو جګړه مارانو جسدونه هم پېژندل شوي او د سره صلیب کمېټې ته سپارل شوي دي .

اوس مهال د کابل غزني او کابل هرات لویه لاره د ملکی ترافیکو پر مخ پرانېستي او په امنېتي لحاظ خــــــــــــوندي ده.

ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.


د مطلب کود: 147494

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/147494/په-میدان-وردګو-لایت-کې-تروریستان-وځپل-شول

آوا
  https://www.avapress.com