د هلمند چارواکی ویلی، په دی ولایت کې د امریکايي ځواکونو په شوي هوايي عملیاتوکې ۱۸ افغان امنیتی پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هلمند ولایت کي ۱۸ تنو پولیسو ټه مرګ ژوبله اوښتي ده
31 سرطان 1396 ساعت 17:53
د هلمند چارواکی ویلی، په دی ولایت کې د امریکايي ځواکونو په شوي هوايي عملیاتوکې ۱۸ افغان امنیتی پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، امریکايي ځواکونو پرون د یاد ولایت د ګرشک ولسوالۍ د پارچاوې په سیمه کې پرپولیسو هوايي برید کړی.
ویلکږی، چې په یاد برید کې ۱۵ پولیس وژل شوي، او دوه نورټپیان شوي دي.
د امریکا پوځ په هلمند ولایت کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو پر مرکز د حملې له امله چې تصادفي يې بللې، خواشیني څرګنده کړه.
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) د جمعه په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو یو شمیر غړي، په (تصادفي)هوايي حمله کې ووژل شول.
د هلمند د والي ویاند عطاوالله خوکږیانی ویلي، چې یاد پېښه پرون ترغرمې وروسته وشوه.
د افغانستان امنیتي ځواکونه په هلمند کې د وسله والو طالبانو پرضد په شدیده جګړه کې ښکېل دي.
پنټاګون وایی، چې پر خپلو ملګرو ځواکونو د دې خواشینونکې حملې په اړه يې څېړنې پېل کړي دي.
د مطلب کود: 146841