کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي امنیت وايي په کابل کې د یوې تروریستي حملې مخه نیولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 31 سرطان 1396 ساعت 11:06


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، په کابل کې د یوې تروریستي حملې مخنیوی وشو.

دې ادارې پرون جمعه په یوه خبر پاڼه کې وویل چې د کابل په چهار اسیاب ولسوالۍ کې یې د یوې تروریستي شبکې دوه غړي او څلور واسکټونه چې د انتحاري حملو لپاره جوړ شوي و، نیولي دي.

د خبرپاڼې په حواله، نیول شوو کسانو اعتراف کړی چې په کابل کې يې د انتحاري حملو پلان جوړ کړی و.


د مطلب کود: 146794

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146794/ملي-امنیت-وايي-په-کابل-کې-د-یوې-تروریستي-حملې-مخه-نیولې

آوا
  https://www.avapress.com