کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان او ترکمنستان به د همکاريو څو موافقې لاسليک کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 سرطان 1396 ساعت 8:56


په پام کې ده د افغانستان او ترکمنستان مشران په خپلو کې د همکاريو څو موافقې لاسليک کړي.

د صدای افغان خبری خبری آژانس(آوا)، په همدې ارتباط د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن په يو ورځني سفر ترکمنستان ته روان شو.

جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې وويل چې محمد اشرف غني د يوه لوړ رتبه دولتي هيئت په مشرۍ نن سهار عشق اباد ته روان شو.

په اعلاميه کې راغلي چې ولسمشر غني به په دې سفر کې د ترکمنستان له ولسمشر قربان قلي بيردي محمدوف سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پراختيا خبرې وکړي او د دواړو هېوادونو د رهبرانو په حضور کې به د همکاريو موافقې لاسليک شي.


د مطلب کود: 145707

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/145707/افغانستان-او-ترکمنستان-د-همکاريو-څو-موافقې-لاسليک-کړي

آوا
  https://www.avapress.com