کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مالیې وزارت: افغانستان له نړیوال بانک څخه ۱۸۹ میلونه ډالره مرسته ترلاسه کړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 جوزا 1396 ساعت 13:10


د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وایي، یاد وزارت د اصلاحاتو راوستو له امله له نړیوال بانک څخه ۱۸۹ میلونه ډالره مرسته تر لاسه کړي دي.

د ماليې زارت ویاند اجمل عبدالرحیمزي نن خبریالانو ته وویل، چې مالیې وزارت له ژمنې سره سم په ۵ برخو کې د اصلاحاتو راوستو له امله له نړیوال بانک څخه ۱۸۹ میلونه ډالره مرسته تر لاسه کړه.

هغه زیاته کړه، چې تردا مهاله مالیې وزارت د ۹۰۰ میلون ډالرو مجموعي مرستو له جملې څخه ۵۵۰ میلون ډالره تر لاسه کړي دي.

د ښاغلي عبدالرحیمزي په وینا، پاتې مرستې به د عایداتي منابعو،تشکیلاتو،مالي مدیریت،دمرستومؤثریت او ولایتي بودجې جوړونې په برخوکې داصلاحاتوراستو په موخه د ۳ کلونوکې ترلاسه شي.

دا په داسې حال کې ده نړیوال په خپل نوې راپور کې د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه اندیښنې ښودلې دي.

د راپور پر بنسټ د بې‎وزلۍ او ناامنۍ پراخوالی او پڅه اقتصادي وده، د افغانستان راتلونکی ګواښي.


د مطلب کود: 144661

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144661/مالیې-وزارت-افغانستان-له-نړیوال-بانک-څخه-۱۸۹-میلونه-ډالره-مرسته-ترلاسه-کړه

آوا
  https://www.avapress.com