د ننګرهار ولایت غنی خیلو په کامیزای سمیه کی تیره شپه یوه بجه د خارجی ځواکونو پر زغره وال ټانک باندی چاودنه سوی دی.
په ننګرهار کی د خارجی ځواکونو پر کاروان باندی چاودنه سوی
22 جوزا 1396 ساعت 16:28
د ننګرهار ولایت غنی خیلو په کامیزای سمیه کی تیره شپه یوه بجه د خارجی ځواکونو پر زغره وال ټانک باندی چاودنه سوی دی.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی،
د ننګرهار والی عطاءالله خوږیاڼۍ پیښه تایید کړی او وایی چی ددی چاودنی له امله د خارجی ځواکونو تلفاتو په اړه کوم معلومات نسته.
هغه وویل چی د چاودنی وروسته خارجی ځواکونه ډزی کړی دی چی دوه کوچنیان د پلار سره یو ځای وژل سوی دی.
ددی برید مسئولیت طالبانو منلی دی او وایی چی په دی برید کی ۵ تنه خارجی سرتیری وژل سوی دی
د مطلب کود: 144627