کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اسماعیل خان: په هېواد کې له وخت مخکې ټاکنې ترسره سی

18 جوزا 1396 ساعت 10:50

د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه شورا غړی محمد اسماعیل خان وویل چې د ملي یووالي حکومت د هېواد په اداره کولو کې پاتې راغلی.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د اوبو او برېښنا پخوانی وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه شورا غړی محمد اسماعیل خان پرون چهارشنبې(د غبرګولي ۱۷ مه) په هرات کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ملي یووالي حکومت د هېواد په اداره کولو کې پاتې راغلی.او نړیواله ټولنه باید پر حکومت خپل مالي ملاتړ بند کړي.
نوموړی له مرستندویه هېوادونو په تېره امریکا نه غواړي، چې د ملي یووالي حکومت سره مرسته بنده کړي.
اسماعیل خان وایي، امریکا دې د حکومت د ملاتړ پرځای، د افغانستان له خلکو سره د ننګونو په حل کې همکاري وکړي.
ښاغلي خان وویل:«غواړم چې د نړیوالې ټولنې ملاتړ له هغه نظام څخه، چې په ناتوانۍ او کمزورۍ کې دی،د ملي یووالي له ناتوانه حکومت څخه خپل ملاتړه لاس واخلي او د افغانستان د خلکو ترڅنګ دې وي او مناسبه ده چې د هغوی د افغانستان له خلکو څخه ملاتړ وکړي هغه نظام چې د ناتوانۍ په وروستیو شېبو کې دی او خپل مشروعیت یې له لاسه ورکړی او هغه نظام چې د خلکو ملاتړ یې له لاسه ورکړی څه ښه دی چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا د حکومت پر ځای د افغانستان د خلکو ترڅنګ وي.»
له دې سره چې د جمعیت اسلامي ګوند، له حکومت څخه وروستۍ غوښتنه کې یې د ملي امنیت د سلاکار ګوښه کول غوښتي، خو د جمعیت دا غړی بل نظر لري.
هغه وایي، له دندې د چارواکو ګوښه کول د هېواد پر وضعیت مثبت اغېزه نشي پرېښودی.
دی، د ملي یووالي حکومت پای ته رسولو لپاره دوه وړاندیزه لري. یا دې ژر ټاکنې وشي او یا دې هم لویه جرګه پرېکړه وکړي.
اسماعیل خان وايي:«یا د لویې جرګې له لارې او یا هم د ژر تر ژره ټاکنو له لارې هیله لرو چې له دغه وضعیت څخه وژغورل شو ترڅو وي چې دغه کړکېچ ته خلک یې اندېښمن کړي د ژغورنې لاره پيدا کړو.»
دا پخوانی جهادي مشر، د جمعیت د غوښتنو د منلو له ټینګار سره ګواښ کوي که‎چېرې حکومت یې غوښتنې و نه مني، دا کار به بدې پایلې ولري.


د مطلب کود: 144359

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/144359/اسماعیل-خان-په-هېواد-کې-له-وخت-مخکې-ټاکنې-ترسره-سی

آوا
  https://www.avapress.net