کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل پولیس قومانده:

د کابل پولیس څلور ارشد مسولینو دندی تعلیق ته ولویدی

12 جوزا 1396 ساعت 10:30

د کابل د تروریستی برید په تړاو، د پولیسو څلور ارشدو مسولینو دندی تعلیق ته ولویدی.


د آوا د خبر له مخی، د کابل آسمایی ۱۰۱ زون قوماندانی پیشنهاد په اساس او د اصلاحاتو په مقصد او مکافاتو اومجازاتو اصل ته په کتو سره او داخلی چارو وزیر په منظور د کابل پولیسو څلور تنوارشدو مسولینو دندی تعلیق ته ولویدی.
د هغه اطلاعیه په اساس چی په دی مقصد صادر سوی دی، ځینی مقامات لکه مل پاسوال محمود مجیدی؛ د لسمی حوزی امیر، سمونیار محمد ظاهر؛ په یاد حوزه کی د تروریزم سره مبارزی مدیر، لمړۍ څارن جمال الدین؛ ددی حوزی سمیه ایز کنترول آمر او څارمن رحمت الله؛ د لسمی حوزی دریم تولی قوماندان دندی یی تعلیق ته ولویدی.
دا اطلاعیه زیاتوی: څیړنی په دقیق او هر اړخیزه ډول جریان لری او که نور کسان هم د کابل چهارشنبی تروریستی برید په تړاو په خپلو دندو کی کوتاهی او بی باکی کړی وی د قانون په مطابقت سره د هغوی سره جدی برخورد صورت نیسی.


د مطلب کود: 144007

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/144007/د-کابل-پولیس-څلور-ارشد-مسولینو-دندی-تعلیق-ته-ولویدی

آوا
  https://www.avapress.com