کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هیواد ملی امنیت عمومی ریاست:

د کابل پرون ورځی تروریستی برید د حقانی شبکی په واسطه سازماندهی سوی وو

11 جوزا 1396 ساعت 8:59

د افغانستان اسلامی جمهوریت ملی امنیت عمومی ریاست د یو مطبوعاتی اعلامیی په خپرولو سره اعلان کړچی د کابل پرون ورځی وحشی تروریستی برید په پاکستان کی د حقانی شبکی په واسطه طرحه ریزی سوی وو.


د آوا د خبر له مخی، پرون سهار یو تانکر موتر چی ورڅخه د فاضل آب د تخلیی لپاره ګټه اخیستل کیږی، دکابل وزیر اکبر خان په سیمه کی وچاودیدله چی په نتیجه کی یی ۸۰ غیری نظامیان شهید او د ۲۰۰ تنوڅخه ډیر ټپیان سو.
د امنیت عمومی ریاست اعلان کړ چی د موثق استخباراتی اطلاعاتو په اساس د پرون ورځی برید، د حقانی شبکی په واسطه د پاکستان استخبارات سازمان(ISI) په مرستی سازماندهی سوی وو.
د امنیت عمومی ریاست اعلامیی په اساس حرفوی تروریستان یو ځل بیا ثابت کړ چی د هیڅ دین څخه نمایندګی نه کوی اویواځی خپل پاکستانی بادارانو غوښتنی پوره کوی.
امنیت زیاته کړه چی د ملکی کسانو قتل عام د رمضان په مبارک میاشت کی د بشری اواسلامی ټولو اصولو سره په تضاد کی قرار لری.
د امنیت عمومی ریاست زیاته کړی دی چی د دشمن شوم برنامو د هر اړخیزی څیړنی جریان لری او د افغانستان بیګناه او عام خلګو ددی وژنو عاملان د هیواد دفاعی او امنیتی ځواکونو فداکاری او د خلګو په همکاری به خپلو اعمالو جزا ته ورسول سی.


د مطلب کود: 143954

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/143954/د-کابل-پرون-ورځی-تروریستی-برید-حقانی-شبکی-په-واسطه-سازماندهی-سوی-وو

آوا
  https://www.avapress.net