د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د افغانستان د ملي جنبش پخوانی مرستیال احمد ایشچي، چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم یې په جنسي ځورونې تورن کړی وايي چې د ولسمشر لومړی مرستیال په غیررسمي توګه ترکیې ته تبعید شوی دی.
هغه زیاته کړه:«دولت هم د هغو ملاحظاتو په پام کې نیولو سره چې وو، چې خدای مه کړه کومه پېښه او ننګونه رامنځته نهشي،او دغه دوسیه په نورماله توګه وڅېړل شي او عدالت ټینګ شي،دا (یعنې جنرال دوستم)یعنې په غیررسمي توګه تبعید شوی دی.»
له دغو ټولو سره سره د ولسمشر د مرستیال ویاند دا ادعا ردوي او ټینګار کوي چې جنرال دوستم به تر راتلونکو درېیو اوونیو هېواد ته راستون شي.هغه په دې اړه ټول تورونه بې بنسټه بولي.
د عبدالرشید دوستم ویاند بشیر احمد تهینج وویل:«د افغانستان د خلکو لپاره، دا ډاډ ورکوم چې په دې اړه هېڅ ډول اندېښنه ونه لري؛ مرستیال صاحب د افغانستان د منتخب اسلامي جمهوري مرستیال په توګه په راتلونکو اوونیو کې د افغانستان د خلکو په خدمت کې به وي.»
که څه هم جنرال عبدالرشید دوستم له څه مودې راهیسې خپل کاري دفتر ته د تلو اجازه نه درلوده خو د جمعې پر ماښام ترکیې ته لاړ.
په داسې حال کې چې د ارګ او جنرال دوستم د دفتر ترمنځ د تاوتریخجنو اړیکو راپورونه خپاره شوي دي، خو د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي چې ښاغلی دوستم د درملنې لپاره ترکیې ته تللی دی چې له درملنې وروسته به بیا ځلې هېواد ته راستانه شي.
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي په دې اړه وویل:«په جریا ن کې یاست چې د ولسمشر لومړی مرستیال،په عدلي او قضايي برخه کې یوه دوسیه هم لري او موږ هیله لرو چې د دې برخلیک هم څرګند شي، او اوس چې د درمنلې لپاره ترکیې ته تللی او موږ ټول د هغه د روغتیا لپاره دعا کوو، هیله لرو چې ډېر ژر بېرته هېواد ته راستون شي.»
و موږ غوښتل چې پر احمد ایشچي د جنرال دوستم او د هغه د ساتونکو له خوا د جنسي ځورونې د تور د څرنګوالي په اړه د لویې څارنوالۍ نظر هم ترلاسه کړو،خو د دغه بنسټ ویاند خبرو ته حاضر نه شو.