کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیا کی د نوی کابل بانک پر نمایندګی باندی د دوو مسلحو مهاجمو برید

31 ثور 1396 ساعت 7:26

پرون د ۲:۳۰ بجو په شاوخا کی دوه مسلح مهاجمان د نوی کابل بانک پر نمایندګی باندی په ګردیز ښار کی برید کړی دی.


د افغان غږ(آوا) د خبر له مخی، مسلح مهاجمان د نوی کابل بانک نمایندګی ساختمان ته وارد سوله او د ډزو او چاودنی آوازونه د سیمی څخه اوریدل کیدل.
د لومړنیو ګزارشونو په اساس تراوسه ۳ کسه په دی پیښه کی ژوند له لاسه ورکړی دی او ۳۰ تنه نور هم ټپیان سوی دی.
ددی خبر د ارسال تر وخت پوری د امنیتی ځواکونو او مهاجمانو ترمنځ نښته روانه وه.
عینی شاهدان وایی چی مهاجمان په سپکو اسلحو مجهز دی او د نوی کابل بانک د ساختمان دننی څخه د امنیتی ځواکونو لوری ته ډزی کوی.
په همدی حال کی نجیب دانش د داخلی چارو وزارت ویاند ددی خبرو په قبلولو سره وایی تراوسه شپږتنه چی دری پولیس او دری ملکی کسان دی په دی پیښه کی ټپیان سوی دی.
د هغه په وینا یو د مهاجمینو څخه وژل کیږی او یو بل تن یی د بانک په خونه کی پټ سوی وو.
د داخلی وزارت ویاند زیاته کړه چی د بانک ټول کارمندان د پولیسو په مرسته آمن ځای ته لیږدول سوی او ټپیان هم روغتون ته لیږدول سوی دی.
ددی خبر جزئیات به نشر سی.


د مطلب کود: 143284

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143284/په-پکتیا-کی-د-نوی-کابل-بانک-پر-نمایندګی-باندی-دوو-مسلحو-مهاجمو-برید

آوا
  https://www.avapress.com