کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په امریکا کې افغانستان ته د ۵۰۰۰۰ سرتېرو د لیږد غوښتنه شوې

28 ثور 1396 ساعت 16:14

د امريکا د ملي امنيت هغو چارواکو، چې د افغانستان په اړه د نوې ستراتيژۍ په اړه يې معلومات لرل؛ ستار اند سترايپس خپرونې ته په ډاګه کړې، چې د استخباراتي شبکو د ارزونو د پټ سند له مخې د افغانستان لپاره د ولسمشر دانلد ترمپ د جگپوړیو پوځي چارواکو او د ملي امنيت سلاکارانو له لوري په نوې ستراتيژۍ کې، چې په اپريل کې تصويب شوې، لږ تر لږ د ۵۰ زره ځواکونو د لېږلو غوښتنه شوې ده.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، دوی زیاته کړې، چې که د ملي امنيت شورا دا پلان ولسمشر ترمپ تائيد کړي؛ نو له ۵۰ زره ډېر امريکايي سرتېري بايد افغانستان ته وليږل شي.
د خپرونې د څرګندونو له مخې؛ امريکايي چارواکو منلې، چې په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو د پرمختگ د مخنيوي لپاره ۵۰ زره امريکايي پوځيانو ته اړتيا ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ترمپ به سبا جمعه د پنځوس اسلامي هېوادونو له مشرانو او استازیو سره د ناستې پر مهال د اسلام په اړه وينا وکړي او ټول ائتلافي هېوادونه به د گډ دښمن( سختدریځو) پر ضد جگړې ته وهڅوي.


د مطلب کود: 143156

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/143156/په-امریکا-کې-افغانستان-ته-د-۵۰۰۰۰-سرتېرو-لیږد-غوښتنه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com