د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) د خبر له مخی، لومړۍ چاودنه د امنیتی پولیسو یو پوستی ته نږدی رامنځته سوی دی او وروسته د هغه چی امنیتی ځواکونه ساحی ته رسیدلې دوهم چاودنه صورت نیولی دی.
د قندهار والی ویاند وایی چی د چاودنی مقصد امنیتی پولیسو پوسته وو او دوهم چاودنه ددی وروسته رامنځته سوی دی چی امنیتی ځواکونه په ساحه کی حضور پیدا کړۍ دی.
د لومړنیو ګزارشونو په اساس په دوهم چاودنه کی د امنیتی ځواکونو څخه یو تن شهید او لږترلږه ۱۸ تنه ټپیان سوی دی.
تراوسه امنیتی ځواکونه د دقیق تلفاتو او خساراتو په اړه کوم څه نه دې ویلۍ.