د افغان حکومت له لوري، د حزب اسلامي د ۵۵ بندیان له بنده ازاد کړی دی.
د حزب اسلامي ۵۵ تنو بندیان له بنده آزاد شوی دی
13 ثور 1396 ساعت 15:16
د افغان حکومت له لوري، د حزب اسلامي د ۵۵ بندیان له بنده ازاد کړی دی.
د افغان غږ (آوا) آژانس د خبر له مخی، له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه لیک د پلي کېدو کمېسیون د سه شنبه په ورځ په کابل کې ویلی، چې د یاد ورځ د حزب اسلامي ۵۵ تنه بندیان له بندخونې ازاد شول.
سرچنیوزیاتیوی، چې د دغه ګوند د ۱۳ نور بندیانو د دوسیو له څېړلو وروسته هغوی به هم په نېږدې راتلونکي کې ازاد شي.
له حزب اسلامي سره د سولې د هوکړه لیک د پلي کېدو کمېسیون ویاند احمد فرزان په دی اړه ویلی، دغه حزب ټول بندیان چې جنايي جرمونه، حق العبد او د نشه يي توکو په جرم کې دخیل نه وي هغوی له بنده آزاد کږی.
حزب اسلامي ټینګار کړی چې ۱۳ تنه نور بندیان یې هم خوشې شي.
د بشري حقونو د خپواک کمېسیون ویاند محمد بلال صدیقي هم وایی، دغه کمیسیون د عدالت د ټينګښت غوښتونکي یوو او د دغو کسانو ازادېدل نهشي کولای چې د عدالت په ټینګښت کې له موږ سره مرسته وکړي.
ویلکږی، چی خوشې شویو بندیانو له ډلې ۳۰ یې د بګرام له بندخونې کابل ته لېږدول شوي.
د مطلب کود: 142197