کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د انتخاباتو مستقل کمیسیون د کارمندانو هویت کارتونه باطل سو

29 حوت 1395 ساعت 12:41

د انتخاباتو د مستقل کمیسیون دارالانشا ننۍ ناستی د فیصلی په اساس د کارمندانو کارتونه او ددی کمیسیون وسایطو کارتونه د اعتبار درجی څخه ساقط سو.


د آوا د خبرګزاری له مخی، په دی ناسته کی چی د محمد وریماچ د کمیسیون دارالانشا رئیس په مشري جوړ سو، د انتخاباتو کمیسیون کارمندانو او وسایطو کارتونه چی ۱۳۹۵ کال او مخکی ویشل سوی وو، د نن څخه (۲۸) حوت ۱۳۹۵ څخه وروسته د اعتبار څخه ساقط دی.
دا تصمیم د انتخاباتو د مستقل کمیسیون د دارالانشا له لوری د شه امنیتی تدابیرو لپاره ونیول سو.
دارالانشا مکلفه دی د امنیتی بخش سره د مرستی لپاره او د ګټی اخیستنی څخه د مخنیوی لپاره، خپل کارمندانو کارتونه تجدید او په دی طریق سره امنیتی پروسی پرمختګونه تسهیل کړی. نو د همدی لپاره موضوع د عامه پوهاوی لپاره رسنیو سره شریک سو.


د مطلب کود: 139520

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/139520/د-انتخاباتو-مستقل-کمیسیون-کارمندانو-هویت-کارتونه-باطل-سو

آوا
  https://www.avapress.net