کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سرتاج عزیز:

په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پر خلاف پوځي عملیات نه کوو

7 حوت 1395 ساعت 8:53

د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز په ډاګه کړې، چې هېواد به يې په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پر وړاندې پوځي عملیات ونه کړي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، سرتاج عزیز د افغان ولسمشر هغه غوښتنه هم رد کړه، چې ګواکي پاکستان دې د وسلوالو طالبانو د چارواکو پرخلاف ګامونه پورته کړي.
سرتاج عزیز ویلي، چې اوس هم باید د خبرو لار غوره شي.
د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت سلاکار سرتاج عزیز ویلي، چې د وسلوالو طالبانو پر خلاف د افغان دولت څوارلس کلنه جګړه ناکامه ده.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وايي، چې جګړه د پاکستان له خوا پر افغانستان تپل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې د روستیو ناامنیو پر لامل دغه هېواد له افغانستان سره د تورخم او چمن ترانزیتي لارې له یوې اوونۍ راهیسې تړلي او په پنجاب کې یې د افغانانو ځورول، نیول او بېوسه کولو عملیات پیل کړي دي.


د مطلب کود: 138588

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138588/په-خپله-خاوره-کې-د-افغان-طالبانو-پر-خلاف-پوځي-عملیات-نه-کوو

آوا
  https://www.avapress.com