دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 138326
د پاکستان راکتی بریدونه د افغانستان پر ارضی تمامیت باندی شکاره تیري دی
کرزی د پاکستان راکتی بریدونه د افغانستان پر ارضی تمامیت باندی شکاره تیري وبلل.
حامد کرزی دهیواد پخوانی رییس جمهور د پاکستان دا ادعا چی افغانستان د پاکستان په اخیرني تروریستی برید کی لاس لری بی بنیاده وبلل.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزارۍ له مخی، ښاغلی کرزی د پاکستان د ادعا په عکس العمل سره وویل: افغانستان د شروع څخه تر اوسه پوری د افراطیت او تروریزم لومړنۍ قربانی دی او هغه څه چی نن پاکستان ورسره مخامخ دی د پاکستان د څو لسیزو د سیاستونو څخه دی.
ښاغلی کرزی وویل: برعکس افغانستان د پاکستان څخه غواړی د تروریزم او افراطیت سره د مبارزی په لاره کی، د افغانستان او نور منطقه ای هیوادونو سره صادقانه او په جدیت سره مرسته وکړی تر څو هم پاکستان او هم منطقه ددی شومی پدیدی څخه وژغورو.
د یو انتحاری مهاجم د برید په ترڅ کی د سند د جنوبی ایالت په زیارت کی چی لږ ترلږه ۷۷ تنه وژلی او ۳۰۰ نور ټپی کړی دی، پاکستان د تورخم مرز تړلی دی.
آصف غفوری، د پاکستان ځواک ویاند د انتحاری برید څو ساعته وروسته د خپل تویتر په صفحه کی ولیکل: دا برید په افغانستان کی د هراس افګنانو د ځایونو څخه ترسره سوی دی او موږ باید دداسو بریدونو څخه مخنیوی او هغه ته ځواب ورکړو.
له بلی خوا د پرون د سهار څخه تر غرمی پوری( جمعه، ۲۹ دلوه) د پاکستان د خاوری څخه تقریبا ۲۰۰ موشک د ننګرهار پر لعل پور سرحدی ولسوالی باندی توغول سوی دی چی په نتیجه کی دوه کوچنیان ټپی او تقریبآ ۱۰۰ کور بیځایه سوی دی.
حامد کرزی پخوانی رییس جمهور د یو اطلاعیی په خپریدو سره د پاکستان نظامی راکتونو بریدونه د هیواد پر ختیځی برخی باندی سخت وغندل.
پخوانی رییس جمهور د پاکستان برید د ننګرهار او کنر باندی چی ځانی او مالی زیان یی درلودی د بین المللی ټولو موازینو سره خلاف وبلل او د افغانستان پر ارضی تمامیت باندی شکاره تیری بولی.
دا په داسی حال کی دی چی د هیواد خارجه وزارت د پاکستان سفیر چی په کابل کی دی د پاکستان راکتی بریدونو او تورخم لاری د مسدودولو لپاره احضار کړ.
https://avapress.net/vdcirvazqt1app2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته