کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د واوری اوریدنی له امله 28 کسان په بیلابیلو ځایو کی وژل سوي دی

18 دلو 1395 ساعت 9:19

په هېواد کې د تېرو ورځو د واورې ښویدو له امله ۲۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ۱۲ ولایتونو لارې بندې شوې دي.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : له طبیعي پيښو سره د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي په ټولو ولایتونو کې واورې او بارانونه شوي او د یو شمېر غرنیو سیمو لارې بندې دي.
د یاد وزارت مرستیال، محمداسلم سیاس وايي:«په ۱۲ ولایتونو کې لارې د خلکو پر مخ تړل شوې دي او په نورو ولایتونو کې ستونزې هوارې شوې دي او د هوا سمښت سره لارې پرانیستل شي.»
واورو او بارانونو په فاریاب، جوزجان، سرپل، بدخشان، غور، غزني، پنجشیر، میدان وردګ، غزني، بامیان، دایکندي، زابل او بغلان ولایتونو کې د تګ راتګ په مخ لارې بندې کړي دي او تر اوسه له دې امله شلو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د وارو په ښویدو کې د ګیر پاتې شویو کسانو په ژغورنه کې د اړوندو ادارو په ناغیړۍ هم نیوکې شوي دي.
په ولسي جرګه کې د سرپل استازی، سیدحسین شریفي بلخابي څرګندوي:«د ظرفیت نشوالی، نه همغږي لامل شوې لارې بندې شي او د خلکو شکایتونه پورته شي.»
د ټولګټو چارو وزارت ویاند، مهدي روحاني څرګندوي:«دا چې لارې خلاصې نه پرېښودل کېږي، دا یې لامل نه دی چې موږ پروګرام نه درلودو؛ له مخکې پروګرام وو او د واورو کمښت سره به لارو پرانیستل پیل شي.»
د واورې ښویدل د دې لامل شو څو د سالنګ، د حاجي کګ او اونی کوتلونه، او همداراز د کابل - غور، کندهار - ارزګان، کابل - غور، هرات - غور او د بدخشان د دولسو ولسوالیو ترمنځ لارې بندې پاتې شي همداراز له زیانمنو سره د مرستو بهیر هم ځنډول شوی دی.
د روان کال په واورو کې تر دې دمه ۴۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۳ نور ټپیان دي.


د مطلب کود: 137721

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/137721/د-واوری-اوریدنی-له-امله-28-کسان-په-بیلابیلو-ځایو-کی-وژل-سوي-دی

آوا
  https://www.avapress.net