کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امین کریم:

حکمتیار به په میاشتو کې نه، په څو اوونیو کې هېواد ته ستون شي

12 دلو 1395 ساعت 11:10

د حزب اسلامي د پلاوي مشر امین کریم اسوشیتیدپرس آژانس ته ویلي، چې حکمتیار به په لنډو څو اوونیو کې کابل ته ستون شي.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د اسوشیتیدپرس آژانس لیکلي، چې افغانستان ته د حکمتیار په ستنیدو به په سیاسي چاپېریال کې بدلون رامنځته او د طالبانو پرضد جګړه به نوره هم پېچلې شي.

د حزب اسلامي د پلاوي مشر امین کریم اسوشیتیدپرس آژانس ته ویلي، چې حکمتیار به په لنډو څو اوونیو کې کابل ته ستون شي.
ښاغلی امین کریم، چې د سولې موافقه يي کړې، پخپله د سختو امنیتي تدابیرو لاندې په کابل کې اوسیږي.
هغه پر یوشمېر أفغان رقیبانو او د سیمې پر هېوادونو نیوکې کوي او وایي، چې د حکمیتار د بېرته ستیندو مخه نیسي.
ښاغلی امین ګریم وایي؛د حزب اسلامي زیات شمېرهغه قومندانان،چې غوښتل يي کابل ته راشي، نیول شوي دي.
د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار،چې له دوه زره لومړي کال وروسته يي د امریکایي ځواکونو په وړاندې وسلواله جګړه کوله؛د تېرکال په سیپتمبر میاشت کې یي د افغانستان له حکومت سره د پخلاینې هوکړه لاسلیک کړه.


د مطلب کود: 137450

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/137450/حکمتیار-په-میاشتو-کې-نه-څو-اوونیو-هېواد-ته-ستون-شي

آوا
  https://www.avapress.net