دخپریدو نیټه :شنبه ۹ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 137298
وسلوال طالبان به تر هغې د سولي خبروته حاضر نه شي څو چې بهرنې ځواکونه له افغانستان څخه وتلي نه وي
داسي ویل کیږي چې د سولي عالي شورا له وسله والو طالبانو سره اړیکي نه لري او په دې ورستیو کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولي خبري په ټپه و لاړي دي.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : د سولي عالي شورا غړی محمد اسعمیل قاسمیار وایې، چې وسلوال طالبان به تر هغې له افغان حکومت سره د سولي خبرو ته حاضر نه شي تر څو چې بهرنې ځواکونه له افغانستان څخه وتلي نه وي.
خو د سولي شورا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شته والې د وسلوالو طالبانو له لوري د جګړې دوام سره پورې تړلې بولي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې غړی مولوي تره خېل د سولي شورا او طالبانو تر منځ د سولي خبرو په ټپه درېدل د نظام دننه د سولې له بهیر سره د یو شمېر کړیو مخالفت ته ګوته نیسي.
په همدې حال کې د سولي عالي شورا ټینګار کوي چې که وسلوال طالبان په هر وخت او هر ځای کې بین الافغاني خبرو ته حاضرشي د سولي عالي شورا یې هر کلی کوی.
https://avapress.com/vdcf1edycw6dm0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته