کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترامپ پر ایرانیانو ویزې بندې کړې

8 دلو 1395 ساعت 8:20

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ پر ایراني اتباعو د دېرش ورځو لپاره د امریکا هر ډول ویزې بندې کړې او د بیا پیل لپاره یې پرغور کولو ټینګار هم کړی دی.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : د امریکا د ولسمشر د نوي فرمان له مخې؛ هغه ایراني اتباع، چې دا مهال په امریکا کې میشت دي که له امریکا بهر شي بېرته د ورتگ اجازه نه ورکول کیږي.
په دې فرمان کې د امریکا د گرین کارد لرونکي ایراني کډوال، دیپلوماتان او د ملگرو ملتونو ایراني کارکوونکي شامل نه دي.
داسې ادعاوې هم شوې، چې د ایران تر څنگ یو شمېر نور هېوادونه هم د ترمپ په هغه فرمان کې شامل دي، چې د دېرش ورځو لپاره ویزې پرې بندې شوي؛ خو له نوم اخیستنې یې تر دې دمه ډډه شوې ده.
ترمپ د ټاکنیزو سیالیو پر مهال او بیا ترې را وروسته له ایران سره د امریکا او نړیوالې ټولنې پرهغه هوکړه سختې نیوکې کړي، چې له مخې یې د ایران اتومي پروگرام تر څارنې لاندې ونیول شو او دغه هېواد د لږ کچې یورانیمو د غني کولو اجازه ترلاسه کړه.


د مطلب کود: 137280

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137280/ترامپ-پر-ایرانیانو-ویزې-بندې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com