د افغان غږ
افغان غږ خبری آژانس(آژانس) په خبرګزاری سره، د فراه والی محمد آصف ننګ په وړاندی لاریونونه، نن د هرات او قندهار لویه لاره وتړله.
لاریون کوونکی دا اعتقاد لری ترڅو چی ښاغلی ننګ د فراه ولایت د والیتوب مقام څخه برکناره نه سی، هغوی دا لاره د ترافیک په وړاندی به خلاص نه کړی.
د هغوی په وینا، د فراه والی ددی ولایت د بیا جوړونی په برخه کی هیڅ اقدام نه ترسره کړی.
لاریون کوونکی د ښاغلی ننګ د چلند څخه ددی ولایت د مشرانو سره، ناراضه دی او وایی: هغه د هغوی په وړاندی سپکاوۍ کړی دی.
لاریون کوونکی همدارنګه باور لری چی د فراه ولایت ګمرکی عایدات او ادارو لاسته راوړنی ددی ولایت د بیاجوړونی لپاره نه دی مصرف سوی.
وطن ۲۴ ولیکل: لاریون کوونکی وایی: دولت باید ښاغلی ننګ د فراه ولایت څخه تبدیل کړی، ددی کار د نه کیدو په صورت کی به لاریون کوونکی خپل کار ته ادامه ورکړی او همدارنګه د لارو بندولو ته به ادامه ورکړی.