د
افغان غږ خبری آژانس غږ (
افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې :
لويې څارنوالۍ د ولسمشر د لومړي مرستیال، جنرال دوستم د ۹ تنو ساتونکو د نیونې امر صادر شو.
دا امر د احمد ایشچي د جنسي زورونې په پېښه کې د جنرال دوستم د ساتونکو ښکیلتیا له امله صادر شوی دی.
د دوی د نېونې حکم په داسې حال کې صادرېږي چې لويې څارنوالۍ درې ځپله احضارلیک لیږلۍ او د جنرال دوستم او په دې پېښه کې د ښکیلیو کسانو له خوا په پام کې نه دی نیول شوی.
د هېواد د قوانیو له مخې، له عدلي قضايي بنسټونو سره نه همکاري باید د جنرال دوستم دنده وځنډول شي او کورني بند کې پاتې شي.