د
افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی :
د سولې د عالي شورا د نړیوالو اړیکو د څانګې مسؤول محمد اسمعیل قاسمیار نن پنجشنبې وویل چې، د سیمې په ځانګړي توګه د پاکستان د پوځی استخباراتو د سازمان مداخله د افغانستان د سولې د بهیر پروړاندې خنډ دی.
ښاغلي قاسمیار وویل:«د امریکا متحده ایالتونه،ناټو او نور ملګري هېوادونه له موږ سره کېني او ارزونه وکړي کهچېرې ماته یې خوړلې،نه دی شوی نه دي توانېدلي نو یوه نوې تګلاره دې جوړه کړي.»
په داسې حال کې چې د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د افغانستان حکومت د سیاسي اجماع په نه درلودو تورنوي، خو د سولې عالي شورا د افغانستان د جګړو د دوام لامل پاکستان بولي.
دا شورا په وروستي یوه کال کې خپلې لاسته راوړنې له طالبانو سره د خبرو په کار کې له تېرو تېروتنو څخه درس اخیستل بولي .
د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز په خپلو نویو څرګندونو کې د افغان حکومت له مشرانو غوښتي له دې زیات اسلام اباد د افغانستان د امنیتي وضعیت د خرابېدو مسؤول ونه بولي او پرځای یې له طالبانو سره په خبرو کې خپل ګونګ سیاست روښانه کړي.
د نوموړي په وینا په دې اړه د کابل سیاست جوت نه دی چې آیا له طالبانو سره د ترهګرو په شان چلند وکړي او که د سیاسي قدرت په توګه. خو د افغانستان د سولې عالي شورا په دې اړه داسې غبرګون ښيي.
ښاغلي قاسمیار په دې اړه هم وايي:«له دې چې د پاکستان په تمه وو او چې هغوی موږ ته د خبرو اترو ته حاضر کړي،له بده مرغه زه دومره وایم چې تر کاسې لاندې نیم کاسه ده.»
د سولې عالي شورا همداراز له ترهګرۍ سره د جګړې پر بې پایلې پاتې کېدو نیوکه کوي.
د پایداره سولې د تګلارې د څېړنو د بنست رییس مسعودترشتوال څرګنده کړه:«کولای شو چې ووایو چې له بده مرغه تراوسه کومه محسوسه لاسته راوړنه نه ده لرلې.»
له بلخوا د سولې، رسنیو او ښې حکومتوالۍ انسټېټیوټ په کابل کې په یوه غونډه کې د خلکو، حکومت او رسنیو د اړیکو د څرنګوالي او همداراز د سولې او ثبات د ټینګښت د لارو چارو په اړه بحث وکړ.
د سولې،رسنیو او ښې حکومتوالۍ انسټېټیوټ مسؤول حمید اکبر وویل:«زموږ د پروګرام موخه د حکومت،خلکو او رسنیو ترمنځ د اړیکو زیاتوالی دی.»
په دې لړ کې د سولې په ټینګښت کې د دیني عالمانو او رسنیو رول هم اغېزمن بلل کېږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو مرسیتاله سیده مژګان مصطفوي وايي:«د دین عالمان او رسنۍ کولای شي د سولې او ټیګاو په برخه کې ښه ونډه ولوبوي.»
په دغې غونډه کې په داسې حال کې له طالبانو سره د سولې د خبرو پر پيلولو ټینګار وشو چې د ۲۰۱۶ زیږدیز کال په مې میاشت کې په پاکستان کې د بهرنیو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکو په برید سره د طالبانو د پخواني مشر ملااخترمحمدمنصور له وژل کېدو وروسته دا بهیر له بندون سره مخامخ شو.