کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امریکا په مسکو کې د روسیې، چین او پاکستان د غونډې هرکلی کوي

16 جدی 1395 ساعت 7:52

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې له مخې یې په افغانستان کې سوله او ثبات ټينګېدای شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې له تور لیست څخه د ګلبدین حکمیتار د ایستلو په هکله د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پټې خبرې روانې دي چې دوی یې جزیات نه شي ورکولای.


د آوا د خبرگراری له مخی : په مسکو کې د چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه چې د افغانستان په مسایلو پکې خبرې وشوې، افغان حکومت د مخالفت غږ پورته کړ او د نورو داسې غونډو د مخینوي غوښتنه یې وکړه. د مسکو په غونډه کې افغانستان ته بلنه نه وه ورکړل شوې. د افغانستان پوځي او مالي ملاتړي هېواد امریکا، بیا په مسکو کې د افغانستان د مسایلو په اړه د جوړې شوې غونډې هرکلی کړی دی.

  د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي وايي: “مونږ د سولې او امن له پاره د هر نړیوال کوښښ هرکلی کوو. مونږ د افغانانو په رهبرۍ د سولې ملاتړي یو. له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرايهرییس عبدالله سره زمونږ ملاتړ په خپل ځای دی او مونږ لاهم فکر کوو چې یوازې د سولې له لارې هدف ته رسېدل امکان لري. هېوادونه، په ځانګړې توګه افغانستان د یوه دولت په توګه مسولیت لري چې د خپلو خلکو د هوساینې له پاره له ګاونډیو او یا هم لرې پرتو هېوادونو سره دوه اړخیزې او څو اړخیزې غونډې وکړي.”

  له ملګرو ملتونو څخه د افغان دولت د هغې غوښتنې په هکله چې د ګلبدین حکمتیار نوم دې له تور لیست څخه لرې، کړي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې د بندیزونو او تحریمونو په کمېټه کې خبرې سري دي.

  کربي زياتوي: “د تحریمونو په کمېټه کې خبرې سري دي، مونږ نه غواړو چې په هکله یې خبرې وکړو.”

  د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کېږي چې سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ په ورننوتو به هغه درېیم ولسمشر وي چې د افغانستان لهجګړې سره به لاس او ګرېوان وي. تر اوسه پورې روښانه، نه ده چې ډونالد ټرمپ به د افغانستان د جګړې او په دغه هېواد کې د زرګونو امریکایي سرتېرو د برخلیک په هکله څه ډول پرېکړه کوي.


د مطلب کود: 136182

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/136182/امریکا-په-مسکو-کې-د-روسیې-چین-او-پاکستان-غونډې-هرکلی-کوي

آوا
  https://www.avapress.com