کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو په فراه کې ۱۱ پولیس ووژل

11 جدی 1395 ساعت 1:19

د طالبانو یوې ډلې د فراه ښار په شمال کې د پولیسو د ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی او د ۱۱ تنو پولیسو له وژلو وروسته ټولې وسلې او جنګي توکي یې له ځان سره وړي دي.


د آوا دخبر گزاری له مخی: د فراه د والي ویاند محمدناصر مهري د دغې پېښې پخلی کړی او د پولیسو مرګ ژوبله ۲ تنه ښيي. له جوزجان څخه په یو بل رپوټ کې راغلي دي چې د طالبانو یو مهم قومندان چې څو موده وړاندې د سولې له بهیر سره یوځای شوی وه،له خپلو ۱۵ تنو سره بېرته د طالبانو له لیکو سره یوځای شوی دی.

د طالبانو یوې ډلې د فراه ښار په شمال کې د پولیسو د ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی او د ۱۱ تنو پولیسو له وژلو وروسته ټولې وسلې او جنګي توکي یې له ځان سره وړي دي.

د فراه د والي ویاند محمدناصر مهري د دغې پېښې پخلی کړی او د پولیسو مرګ ژوبله ۲ تنه ښيي.

له جوزجان څخه په یو بل رپوټ کې راغلي دي چې د طالبانو یو مهم قومندان چې څو موده وړاندې د سولې له بهیر سره یوځای شوی وه،له خپلو ۱۵ کسانو سره بېرته د طالبانو له لیکو سره یوځای شوی دی.

د جوزجان امنیتي چارواکي د دغه خبر له پخلي سره وايي چې ملا طاهر د خپلو ۱۵ کسانو سربېره،۸ سرحدي پولیس او د پوستې تجهیزات یې له ځانه سره وړي دي.

د جوزجان د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي وايي چې ملا طاهر د روان کال د زمري په میاشت کې د خپلې کورنۍ او د طالبانو د یوې ۳۵ کسیزې ډلې سره د سولې له بهیر سره یوځای شو او د شبرغان – سرپل د لویې لارې د امینت د ټينګښت په خاطر په دنده وګمارل شو.


د مطلب کود: 135953

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/135953/طالبانو-په-فراه-کې-۱۱-پولیس-ووژل

آوا
  https://www.avapress.net