د کورنیو چارو وزارت ویلی دي، چي د وردګو ولایت پولیسو باید د زدهکړیال د عاملینو د نیول کېدو او د سزا رسولو اقدام وکړي.
د وردګوولایت پولیسوباید دزه کړیال دعاملینوپیدا کړي
14 قوس 1395 ساعت 23:23
د کورنیو چارو وزارت ویلی دي، چي د وردګو ولایت پولیسو باید د زدهکړیال د عاملینو د نیول کېدو او د سزا رسولو اقدام وکړي.
دافغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخي، د کورنيو چارو زوارت د خبرپاڼې په خپرولو سره په چک ولسوالۍ کې د خلکو پر وړاندې د یوه زدهکړیال وژل، د بېګناه خلکو پر وړاندې جنایت بولي او د دې پېښې د عاملینو پرتعقیب ټینګارکوي.
ویلګږي، چي طالبانو د جمعې پر ورځ د کابل د پوليتخنیک پوهنتون یو زدهکړیال چې دې ولایت ته تلی وه، په دار وځړاوه.
د میدان وردکو چارواکي ويلي دي، چې دغه زده کړیال فیض الرحمن رحماني نومېده د چک ولسوالۍ وه چې له کابل څخه نوموړي ولایت ته ستون شوی وه او د طالبانو له خوا د جاسوسۍ په تور اعدام کړل شو.
خوتراوسه د دې پېښې عاملین نه دي پېژندل شوي اوکورنیوچارو وزارت دوردکوولایت پولیسوامرکړي دي ددي پښي دعاملینو باید پیدا شي.
د مطلب کود: 134766