د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د وسله والو طالبانوویاند ذبیح الله مجاهد ویلی دي، چې د دوی مشرتابه په خپلو پيغامو او د سياسي دفتر پلاوو په نړيوالو کنفراسونو کې ويلي دي، چې طالبان په هېواد کې له ټولو هغو ملي پروژو چې د ولس په ګټه وي نه يواځې ملاتړ کوي، بلکې ساتنې ته يې هم ژمن دي.
طالب د ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا سه شنبه ورځ رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلی دی، په دې کې ټولې سترې ملي پروژې لکه د ټاپي پروژه، کاسا ۱۰۰۰، د مس عينک پروژه، مواصلاتي لارې، د ريل پټلۍ، د برېښنا او کرنې ستر بندونه او دې ته ورته نورې پروژې چې د طالبانو اصول مراعت کړي، شاملې دي.
خبرپاڼه زیاتیوی، ټولو طالبانو ته لارښوونه شوې چې د ټولو ملي پروژو د امنيت په ساتلو کې مرسته وکړي چې د اسلام او هېواد د لوړو مصالحو په ګټه وي.
خو تراوڅه د افغان حکومت په دي اړه څه ندې ویلی.