دکندهار ولایت امنیتی چارواکي ویلی دي، په یاد ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې د یوې کورنۍ ۷ تنه غړي وژل کیدل.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبر له مخې، دغه پېښه دچهارشنبه ورځ د یاد ولایت د شاولي کوټ ولسوالۍ په سیمه کې رامنځ ته شوې دی.
د کندهار ولایت د والي ویاند صمیم خپلواک رسنیو ته وویل، چې ددې کورنۍ غړي له یوه واده څخه دخپل کور پر لور روان و، چې متاسفانه د شاولي کوټ ولسوالۍ په سیمه کې پرې چاودنه شوې ده.
خو طالبان تر اوسه په دې اړه رسنیوته څه نه دي ویلي.