چارواکي ویلي دي، په یاد ولایت کې ديوې چاودنې له امله ۵ امنیتی پوليس وژل شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخې، د پکیتکا ولایت امنيه قوماندان مل پاسوال قادر ګل ځدراڼ رسنیوته وویل، چې داچاونه د دوشنبه ورځ له ماښام وروسته د احمدخېلو ولسوالۍ په احمدخېلو کلي کې پیښه شوې وه.
سرچینو زیاتوی، د ولسوالۍ امنیتی پوليس په خپل موټر کې په ياده سيمه کې پر ګزمې بوخت وو، چې د سړک غاړې متاسفانه ماين چاودنه پرې وشوه.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم دغه خبر تاییدکړی ده.