کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

آمریکایی سرتیری ددی لپاره چی په افغانستان کی غلا کړی دی په ۴ میاشتو بندیکیدو محکوم سو

8 عقرب 1395 ساعت 9:59

یو امریکایی سرتیری ددی لپاره چی په افغانستان کی د ددوو تانکرو تیلو په غلاکولو او ۵۰۰۰ دالرو د رشوت په اخیستلو کی لاس درلودی، د ۴ میاشتو په حبس او د ۳۷۰۰۰ دالرو په جریمی محکوم سو.


شیلدون مورګان د جمعی په ورځ د څلورو میاشتو تعزیری او دوه کالو مشروط حبس او ۳۷۳۰۰ دالرو د جریمی په ورکولو محکوم سو. شیلدون مورګان په ۴۳۶ امریکایی ځواکونو په واحدکی د جلال آباد په مرکز یعنی ننګرهار کی وظیفه درلودی. په هغه پایګاه کی چی شیلدون په هغه کی وظیفه ترسره کوله، د نورو پایګاوو د سوځیدونکو موادو د توزیع مرکز وو، هغه د یو کال په موده کی د ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۱ پوری هلته وظیفه ترسره کوله. د هغه محکمی په اساس چی مورګان په هغه کی محکوم سوی دی، د افغانستان د ترانسپورتی شرکت د چلوونکو یو ترجمان چی د تیلو د توزیع مسئول وو،د ۲۰۱۰ کال په دسامبر کی د مورګان څخه غواړی تر څو اجازه ورکړی چی دوه تانکر تیل غلا کړی، او مورګان هم د هر تانکر لپاره د ۵۰۰۰ دالرو په اخیستلو دا مسئله نادیده نیسی. دوه تانکره ددی ترجمان پواسطه غلا سو، خو معلوم نه دی چی دا دوه تانکره چیری ولاړی، خو مورګان دا پیسی چی اخیستلی وو د خپل ښځی سره په مصرف ورسوله. د امریکا محکمه په لومړی سر کی د مورګان لپاره ددوو کالو حبس حکم کړی وو، او له دی وروسته چی د امریکا قاضی نهادونه د مورګان صداقت سره مخ سو، د هغه حبس یی ۴ میاشتو ته راټیټ کړ. اته تنه نور چی په دی نظامی پایګاه کی کار کوله او ددی قضیی د متهمو څخه وو، د امریکا د محکمی په واسطه ونیول سو. د امریکا د محکمی په حکم سره مورګان د امریکا د ځواک څخه ایستل کیږی او ټوله مزیتونه ددی ځواک په غړیتوب کی له لاسه ورکوی.


د مطلب کود: 132817

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/132817/آمریکایی-سرتیری-ددی-لپاره-چی-په-افغانستان-کی-غلا-کړی-دی-۴-میاشتو-بندیکیدو-محکوم-سو

آوا
  https://www.avapress.com