د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین بروکسل ښار کې د “ځواکمنې ښځې او آباد افغانستان” په نامه ناسته کې ګډون وکړ.
په دغه ناسته کې د هېواد لومړۍ میرمن، وزیرانو، چارواکو او د هېواد د ښځو په استازیتوب یو شمېر ښځو حضور درلود، په پیل کې د اروپايي اتحاديې د بهرني سیاست مسوولې او مرستیالې میرمن فیدریکا موګریني خبرې وکړې، جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، نننۍ ناسته یوازې د افغانو ښځو په ځواکمنۍ نه راڅرخي، بلکې په دې ناسته کې د افغانستان د ټولو خلکو په اړه خبرې کېږي.
ورپسې جمهوررئیس غني د افغانستان د ښځو د لاسته راوړنو او ننګونو په اړه خبرې وکړې وې ویل: افغانې ښځې له وابستګۍ څخه د کور لپاره د نفقې په ګټونکو بدلې شوې دي او زه د هغوی زړورتیا ستایم.
جمهوررئیس زیاته کړه: افغانو ښځو پنځلسو کالو کې اوږده لار وهلې ده، هغوی د ځان په استازیتوب خبرې کولی شي، نورو ته چې د دوی په استازیتوب خبرې وکړي اړتیا نه لري. هغه څرګنده کړه، افغانې ښځې اوس کولی شي د ځان په استازیتوب په یو لیدلوري او ژمنې سره څرګندې خبرې وکړي.
محمد اشرف غني وویل: افغانې ښځې د ژوند په هر ډګر کې فعال حضور لري، هغوی د وزیرانو، معینانو، کروندګرو او متشبثینو په توګه فعالیت کوي.
جمهوررئیس څرګنده کړه: زه هیله مند یم، زما اړیکې د جمهوررئیس په توګه د هېواد لومړۍ میرمنې سره د ټولو لپاره د متقابل درناوي د الهام بېلګه اوسي.
جمهوررئیس غني وویل: افغانو ښځو چې د هېواد اساسي قانون په رڼا کې کومې لاسته راوړنې ترلاسه کړي دي، د معاملې وړ نه دي.
هغه وویل، ښځې به د ولسواکو ارزښتونو ساتونکي وي، هغوی به خپلې لاسته راوړنې وساتي، هغه به پراخې کړي او شاته تګ به ونه کړي.
جمهوررئیس غني وویل: موږ نشو کولی خپل بریالیتوب په هغو یو شمېر ښځو سره چې حکومتي مقامونو کې فعالیت لري اندازه کړو.
جمهوررئیس زیاته کړه: موږ باید خپلې هڅې د میلیونونو نجونو په واقعي ځواکمنتیا چې هلکانو سره ورته فرصت ته اړتیا لري اندازه کړو، ځکه دا موضوع زموږ هېواد سوکالۍ او آبادۍ خواته بیايي.
جمهوررئیس د ښځو پر وړاندې د ننګونو په اړه وویل: یوه ننګونه په حکومت کې حاکم فرهنګ دی، زه کولی شم په ټولو پوستونو باندې ښځې وګمارم، ما دا کار کړی دی، خو کوم غبرګون چې د هغوی په هکله ښودل کېږي، په حقیقت کې د یو همکار پر وړاندې د بل همکار غبرګون نه دی. هغه زیاته کړه: زموږ ټولو په وجود کې نر محوره فرهنګ شته او ښځو ته هرکلی نه ویل کېږي.
جمهوررئیس څرګنده کړه: موږ باید په اساسي توګه بازارونو ته د ښځینه تولیداتو د لاسرسي په اړه فکر وکړو.
محمداشرف غني د ښځو زده کړې ته په اشارې وویل، د کمیت له پلوه زموږ ښوونیز سیستم کې د پام وړ ښه والی راغلی دی، خو د کیفیت له پلوه یې ښه پرمختګ نه دی کړی.
جمهوررئیس وویل: په دې اړه چې نجونې ولي په ځانګړي عمر کې ښوونځي ته ځي او بیا په سیستماتیکه بڼه له زده کړو محرومېږي، جدي پاملرنه نه ده شوې. هغه ټینګار وکړ د ښځو د پرمختګ کومې لارې چې تړل شوي دي باید بېرته پرانیستل شي.
جمهوررئیس وویل، افغانې ښځې خیرات ته اړتیا نه لري، ځکه خیرات هغوی نشي ځواکمنولی، خو که د هغوی تولیدات او محصولات مارکیټ ته لاسرسی ولري دا کولی شي هغوی ځواکمنۍ کړي.
محمد اشرف غني وویل: نن چې کوم تولیدات په ۴۰ډالره خرڅېږي هغو مو په ۴۰۰ډالره خرڅولی شوای، نو موږ ته مارکیټونو ته لاسرسی مهم دی.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، زه هیله مند یم چې ښځې کولای شي هر ډول خنډونه له خپلې مخې لري کړي او لا زیات پرمختګونه وکړي.