چارواکي وايي چې د تورخم کې د افغان او پاکستاني پولهساتو ځواکونو ترمنځ نښتو کې یو افغان پولهساتی وژل شوی او ۶ تنه نور ټپیان دي.
د هېواد په ختیځ کې د سرحدي ځواکونو د ارکانو مشر محمد ایوب حسینخیل وایي چې دغه نښتې تېره شپه (یکشنبه د غبرګولي۲۳مه) ۹:۱۵ پیل شوې او ۷ ساعته یې دوام درلود.
ده زیاته کړه، نښته هغهمهال پیل شوه چې پاکستاني پولهساتي تورخم سیمه کې د تاسیساتو هڅه کوله او افغان ځواکونو یې مخنیوی کاوه.
په همدې حال کې، پاکستاني چارواکي نښته کې د دوه پاکستاني سرتېرو ټپي کېدل مني.
دا نښتې په داسې حال کې ترسره کېږي چې په دې وروستیو کې پاکستان د تورخم دروازه د هغو افغانانو پرمخ وتړله چې پاسپورټ او ویزه نلري.
تېره اوونۍ یو شمېر دوکاندارانو او چلوونکو په دې سیمه کې پر اعتراضونو لاس پورې کړ، او ویې ویل چې د تورخم پوله په رسمیت نه دې پېژندل شوې او پاکستان حق نلري چې د تورخم دروازه د افغانانو پرمخ وتړي.