کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۴ طالب وسلوال وژل شوي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 30 ثور 1395 ساعت 13:18

د ننګرهار د پولیسو قومندان زړور زاهد ویلي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۴ طالب وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.


د ننګرهار د پولیسو قومندان زړور زاهد ویلي چې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۴ طالب وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

د نوموړي په وینا، دغه نښته تیره ورځ له غرمې وروسته رامنځته شوې چې پایله کې طالب وسلوالې ډلې ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې.

ویل شوې په یاده پیښه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور یې هم ټپیان شوي دي.

طالب وسوالو تر دې دمه د یادې پیښې په اړه څه ندي ویلي.

په کونړ کې د ښوونځیو سوځېدنه:

د کونړ سیمه ایز چارواکي وايي چې طالبانو تیره شپه ددغه ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې څلور ښوونځي سوځولي دي.

د سیمه چارواکو په وینا، طالبانو تیر شپه ناوخته د کونړ ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې لومړی دوه ښوونځي په ماین الوزولې او بیا دوه نور ته یې اور ورته کړې.

د هیواد په یوه ولسوالۍ کې په یو ځلې څلور ښوونځي نړول او اور ورته کول یوه بې سارې پیښه بلل کیږي.

تر اوسه د پیښې پړه کوم کس یا کومه ډله پرغاړه نه ده خیستې.

 


د مطلب کود: 126528

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/126528/د-امنیتي-ځواکونو-او-طالبانو-ترمنځ-نښته-کې-۱۴-طالب-وسلوال-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com