د کندهار امنیتي ځواکونو د رواني اونۍ په اوږدو کي ۹۱ تنو وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
د کندهار چارواکي د ( ۹۱ ) وسله والو د مرګ ژوبلي خبر ورکوي .
خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 25 ثور 1395 ساعت 12:37
د کندهار امنیتي ځواکونو د رواني اونۍ په اوږدو کي ۹۱ تنو وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
د کندهار امنیتي ځواکونو د رواني اونۍ په اوږدو کي ۹۱ تنو وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
ددې ولایت د امنیت امر نن د یوه خبري غونډي پر مهال خبریالانو ته وویل چي امنیتي ځواکونو د کندهار ترڅنګ په ټولو ولسوالیو کي عملیات پېل کړي او د دولت وسلوالو مخالفینو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده .
د کندهار د امنیت امر رحمت الله اطرافي خبريالانو ته وویل چي افغان ځواکونو د کندهار په ټولو ولسوالیو کي عملیات پېل کړي او پر مهال یې ۷۲ تنه د دولت وسلوال مخالفین وژلي ، ۱۳ تنه زخمیان کړي ، او ۶ تنه یې هم ژوندي نیولي دي .
نوموړي وایي افغان ځواکونو د یادو عملیاتو پر مهال د وسلوالو مخالفینو ۲۰ عرادې موټر سایکلان او ګڼ شمیر سپکي او درنې وسلې هم ترلاسه کړي دي .
د امنیت امر وایي چي د رواني اونۍ په اوږدو کي یې د جنایي پیښو په تړاو ۸ تنه نیولي او همدا راز یې ۶ ګرامه هيروین او ۷۵۰ کلو ګرامه چرس هم د درې تنو سره یوځای نیولي دي .
اطرافي د کندهار او ارزګان ولایت ترمنځ د تړل سوي لویي لاريي په اړه هم یادونه وکړه او وایي ددغه لاري د تړلو لوی لامل د وسلوالو مخالفینو له لوري ښخ سوي ماینونه دي .
هغه وایي خوشي سوي ۷ پوستې بیاځلي افغان ځواکونو نیولي او زیاتوي دوه کلومتره ساحه وسلوالو مخالفینو په ماینونو پوښلې چې د پاکېدو سره سم به دغه لاره ډير ژر د خلکو پر مخ پرانستل سي .
باید یادونه وسي چي د کندهار او ارزګان ولایت ترمنځ لویه لاره د تیرو دوو اونیو راپدېخوا د جګړې له امله تړل سوې او ویل کیږي په دغه جګړه کي لسګونه وسلوالو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د مطلب کود: 126278