مجاهد همداراز له پکتیا ولایته هم خبر راکوی او زیاتوی چی بیګا د پټان ولسوالۍ په ناوی کلی کې د افغان امنیتی ځواکونو حمله شنډه شوه او په نتیجه کې یې دوه اربکیان مړه او ۴ ژوبل شول . ده وویل چی په دغه پیښه دوه طالبان هم ژوبل شوی دی
د طالبانو یوه بل ویندوی قاری یوسف احمدی هم ویلی دی چی نن سهار د هلمند ولایت له لشکر ګاه سره اړونده په بولان سیمه کې د پولیسو په یوې اکیډمۍ د موټر بم چاودنه شوی ده چی له امله یې زیات شمیر پولیس مړه او ژوبل شوی دی .
ده همداراز د هلمند ولایت له سنګین ولسوالۍ هم خبر راکړ او ادعا یې وکړه چی د دنوموړی ولسوالۍ په اړونده پوستو په حملو کې ۴۸ امنیتی عسکر مړه او ژوبل شوی دی
افغان او خپلواکه سرچینو تراوسه د طالبانو د دغو خبرونو په هکله کوم غبرګون ندې ښودلی.