کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هندوستان دملګروملتونو دبایکاټ په فهرست کښې د جیش محمد ډلې دنوم دشاملیدا غوښتنه وکړه .

http://pashto.irib.ir/2010-05-18-10-42-32/item/105017 , 11 ثور 1395 ساعت 11:37

دهندوستان دپټان کوټ په حملو کښې د مسعود اظهر د لاس دلرلو په هکله پاخه ثبوتونه نشته .


دهندوستان خارجه وزارت پرون وویل د جیش محمد ترهګرې ډلې مشر مسعود اظهر په پنجاب صوبې کښې په پټان کوټ هوایی اډې د څو میاشتې مخکې ترهګرو حملو اصلی مسوول دی او یو ځل بیا یې دملګروملتونو د بایکاټ په فهرست کښې د دغه ډلې او دهغه دمشر د نوم دشاملولو غوښتنه وکړه .

د هندوستان دپنجاب صوبې په پټان کوټ سیمه کښې په هوایی اډې د جیش محمد وهابی ترهګرې ډلې په حملې کښې چې څو میاشتې مخکې شوی وه نهه (۹)کسان وژل شوی او شپږ (۶)حمله کونکی هم مړه شوی وو .

هندوستان دپاکستان جاسوسۍ اداره ایی ایس ایی په دغو حملو کښې له ترهګرو په ملاتړ تورنه کړی وه .

چین تراوسه دوه(۲) ځله د ملګروملتونو د بایکاټ په فهرست کښې د هندوستان دپټان کوټ په هوایی اډې حملې کښې داصلی تورن مسعود اظهر دنوم دشاملیدا مخه نیولی ده .

چین ویلی دی چې دهندوستان دپټان کوټ په حملو کښې د مسعود اظهر د لاس دلرلو په هکله پاخه ثبوتونه نشته .

 


د مطلب کود: 125685

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/125685/هندوستان-دملګروملتونو-دبایکاټ-په-فهرست-کښې-د-جیش-محمد-ډلې-دنوم-دشاملیدا-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com