کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامد کرزی وایی امریکا له ترهګری سره په مبارزه کی ناکام دی

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 9 ثور 1395 ساعت 9:36

د هیواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، امریکا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې جګړه کې ناکام دی.


د هیواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، امریکا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې جګړه کې ناکام دی.

کرزي د دغې جګړې د بایللو دلیل په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو شتون په ګوته کوي، نوموړی وایی، د امریکا متحده ایالت باید د افغانستان په جګړه کې له هند، چین او روسیې څخه مرسته وغواړي.

پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې د خپلې واکمنۍ پر مهال د ترهګرو پر وړاندې د عاجزۍ سیاست لرلو نیوکې پرې کېږي؛ اوس یې رشیه ټوډی سره خبرو کې ویلي چې امریکا د افغانستان جګړه بایللې او په دې برخه کې باید له چین ، روسیې او هند نه مرسته وغواړي.

امریکا به په دې جګړه کې بریالۍ نه وي، خو په هغه صورت کې چې ددې ډلو مالي او د وسلو سرچینې له منځه یووړل شي.

که امریکا نشي کولی په یوازې توګه دغه کار وکړي، له روسیې، چین او هند نه دې مرسته وغواړي.

ځکه دغه درې واړه هېوادونه افغانستان ته نږدې او دوست هېوادونه دي او دا هېوادونو افغانستان سره اوږد تاریخ لري

پخوانی ولسمشر حامد کرزی د روانې اوونۍ لومړیو کې روسیې ته تللی ځو مسکو کې دوه ورځنۍ نړیواله امنیته غونډه کې ګډون وکړي.

دغه غونډه کې چې د لسو هېوادونو مشرانو ګډون کړی ، موضوع یې د سیمې امنیت، ترهګرو پر وړاندې مبارزه او د ختیتې آسیا، آسیا پسفیک ، اروپا او مرکزي آسیا کې د امنیتي ننګونو څېړنې یادې شوي.

کرزي دغې رسنۍ سره خبرو کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې ترهګر د پاکستان په خاوره کې دي او امریکا باید هغوی پسې پاکستان لاړه شي.

امریکا د ترهګرو اصلي سرچینې او پټنځایونه چې پاکستان کې وې ، له منځه یونه وړي، هغوی ددې جګړې د انګیزې لاملونه نه څېړي، هغوی د ترهګرو مالي سرچینې ورکې نکړي.په داسې حال کې چې پوهیدل مالي سرچینې یې کومي دي او څوک وسلې ورکوي.

ترهګرو پر وړاندې به د امریکا جګړه تر هغه بریالۍ نه وي ، تر څو چې ددې ډلو د روزنې مرکزونه له منځه یونه وړل شي او په پاکستان کې یې مالي سرچینې ورکې نشي.

د حامد کرزي دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې روسیې د افغانستان په شمال کې د ناامینو له زیاتوالي او د ترهګرو له شتون اندیښنه څرګنده کړې.

کېدی شي ډېری داسې فکر وکړي چې له همدې امله روسیې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ډېر کړي .



د مطلب کود: 125620

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/125620/حامد-کرزی-وایی-امریکا-له-ترهګری-سره-په-مبارزه-کی-ناکام-دی

آوا
  https://www.avapress.com