د جوزجان ولایت سیمهییز چارواکي وایې چې ۱۳ طالب وسلهوال د افغان ځواکونو سره د نښتو په ترڅ کې ووژل شول.
۱۳ طالب په جوزجان کی وژل سوی دی
خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 5 ثور 1395 ساعت 12:15
د جوزجان ولایت سیمهییز چارواکي وایې چې ۱۳ طالب وسلهوال د افغان ځواکونو سره د نښتو په ترڅ کې ووژل شول.
د جوزجان ولایت سیمهییز چارواکي وایې چې ۱۳ طالب وسلهوال د افغان ځواکونو سره د نښتو په ترڅ کې ووژل شول.
په دې نښتو کې ۱۰ تنه نور وسلهوال ټپیان شوي دي.
د جوزجان والي ویاند، محمد رضا غفوري وویل چې یاد عملیات د ولسمشرۍ لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د یاد ولایت په قوشتېپې ولسوالۍ کې ترسره شوي دي.
ده زیاته کړه چې یاد عملیات د هوا او ځمکې له لارې ترسره شوي دي خو د عملیاتو په اړه یې نور جزئیات ورنکړل.
خو د سیمې اوسیدونکي وایې چې په دغو عملیاتو کې یو ملکي کس هم ټپي شوی دی.
د مطلب کود: 125404