کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د یوې ښځینه ښوونځي څلویښت زده کوونکي مسمومې شوي دي

4 ثور 1395 ساعت 13:37

د فراه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالجبار شایق وايي، نن سهار د دغه ولایت مرکز کې د یوې ښځینه ښوونځي څلویښت زده کوونکي مسمومې شوي دي.


د فراه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالجبار شایق وايي، نن سهار د دغه ولایت مرکز کې د یوې ښځینه ښوونځي څلویښت زده کوونکي مسمومې شوي دي.
د ښاغلي شایق په وینا، دغه زده کوونکي د فراه ښار مرکز کې د چهار باغ نومې ښوونځي زده کوونکي دي او په ګلخانه یي ګازو باندې مسمومې شوي دي.
د فراه روغتون مسوولینو وايي چې مسمومې شوي زده کوونکي روغتون ته لیږدول شوي او روغتیايي وضیعیت یې د اندیښنې وړ نه دی.
ویل کیږي، مسمومې شوي انجونې د پنځم او شپږم ټولګي زده کوونکي دي.
د فراه والي، د دغې پیښې پخلی کوي او وايي چې د پیښې د عاملانو د پیژندلو او نیولو په اړه څیړنې دوام لري.


د مطلب کود: 125359

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/125359/د-یوې-ښځینه-ښوونځي-څلویښت-زده-کوونکي-مسمومې-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com